elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان

علم و عرفان
 
HomeFAQSearchMemberlistUsergroupsRegisterLog in

Share | 
 

 کابل کابل

View previous topic View next topic Go down 
AuthorMessage
aryaankhan
Senior Member
Senior Member
avatar

Posts : 91
Points - امتياز : 206
Thanked - ووټ : 5
Join date : 2010-07-04

PostSubject: کابل کابل   Sun Oct 24, 2010 2:03 am

زما لومړى ځل وو چې کابل ته تللى وم،وړاندې مې د کابل ډېر تصويرونه په خپل خيال کې جوړکړي او وران کړي وو،خو چې کله مې وليد زما خيالي تصويرونه اوزما تر سترګو کابل ډېر توپيرونه سره درلودل.ما خو په کابل کې يواځې يو ملګرى سليم درلود،نور خپل خپلوان مې هم ول خو دهغوئ پتې راسره نه وې، نېغ په نېغه مې له سليم سره اړيکه ونيوله هغه هم ښه په ورين تندي زما هرکلى وکړ او راپسې راغى.سليم زما د ښوونځي د وخت ملګرى وو ددوبي په رخصتيو کې به کابل ته راته،ځکه دلته يې د وروردنده وه،لومړۍ ورځ....
مو ښه په درز کې په چکر تېره کړه،د کومو ځايونو نومونه مې چې اورېدلي وو له هغو څخه مې يو څه وليدل.
همداسې دڅو ورځو په تېرېدو سره مې د کابل ټول ښار وليد،خو په کومې تلوسې چې زه کابل ته راغلى وم،هغه تلوسه مې هماغه شان په زړه کې پاتې شوه،ځکه هره خوا مې کنډوالې په نظر راتلې،نور نو زه هم تنګ شوى وم،او دکور اجازه هم ختمه شوې وه سليم ته مې وويل :
زه بايد نن څه سودا واخلم اوسبا ته په خير بېرته کورته ستون شم ځکه همدومره اجازه مې اخيستې وه.
سليم هم څه ونه ويل خو دومره يې ووې چې نن شپه په کابل دوبۍ هوټل کې زموږ دګاونډيانو واده دى هلته به دې بوځم بې له هغې يې هم په يو کارت دوه کسان غوښتي او زه يواځې يم،اوبيا به سباپه خير سره لاړ شې.
خداى شته دکابل د ودونو کيسې راته همدې سليم کړې وې،چې نر اوښځې په يوه مېز لوڅ سرونه،لوڅې پنډې درسره څنګ په څنګ کېني.
ماته دا خبرې ډېرې اريانوونکې ښکارېدې، په هرصورت ماښام ورسره لاړم.
د هوټل واده ډېر تشريفاتي وي دلته هم همدغه مسلې وې،کله چې د کوربنو له تشريفاتو څخه خلاص شو ايله مې زړه ولګېد،ځکه يوخو يې زه نه وم راغوښتى او بله دا چې زه په شډلو جامو کې ورغلى وم او د سليم په ګډون نورو ټولو پتلونونه کړي وو.
ډوډۍ يې هم بده نه وه،څورنګه خواړه يې راوړل خوکه ريښتيا ووايم،ماترې نه والله که دومره خوند اخيستى وي،چې کوم خوند مې دکور له ډوډۍ څخه اخيسته،بيا مې هم خپله برخه په لاسونو وخوړه،خو نورو ټولو په کاشوغو او پنجو په خوله ننوېسته.
ترډوډۍ وروسته سليم د سګرېټ څښلو لپاره بهر ووت، زه لاهماغه شان د مېز ترشا ناست وم او د خلکو د ګڼې ګوڼې ننداره مې کوله،چې په دې وخت کې ناوې اوشاه د انجونو اوهلکانو په ملګرتيا په ښه شور او زوږ کې راننوتل،ماته دسليم هماغه مخکينۍ خبرې را يادې شوې چې نر اوښځه،لوڅ سرونه او لوڅې پنډۍ ...
ناوې اوشاه خو لومړى ټولوته ښه راغلى ووايه،او بيا په خپلو هماغو ځانګړو ځايونو کې کېناستل،او دې نورو ټولوراغليو د يوې مستې موسيقۍ په ملتيا په ګډا شروع وکړه، له دوئ څخه يوه چې خورا ښکلې وه د څو کسو په ملتيا د يوه مېز تر شا کېناسته،له ځانه سره مې وويل دا به ددوئ ښه انجلۍ وي،چې داسې غلې کېناسته،دې انجلۍ ته خداى ډېره ښکلا ورکړې وه،د مڼې په شان سور اوغټ مخ،سرې شونډې،نرۍ پوزه،اوږده وېښتان،غټې غټې خومارې سترګې يې،هغه ځانګړنې وې چې د هرچا پام يې ځان ته را اړاوه،او که زه رښتيا ووايم مايې يواځې سترګوته کتل،ځکه په يوځل کتو يې زه اسيرکړم،دانو سترګې نه وې څه بل شى وې.
واده ښه ګرم ووهر خوا ګډاګانې وې،مانولاسونه تر زنې لاندې کړي وو،او يواځې مې همدغو سترګوته کتلې چې ناڅاپه سليم ټکان راکړ،اوماهم ورسره خېز کړ،رانه يې وپوښتل:هلکه لکه چې مين شوې؟ ورغبرګه مې کړه همداسې يې وګڼه،خو هغه ته هسې ګپ ښکاره شو،ماته يې د ګډا ست وکړ هسې خو پوهېده چې دى نه پوهېږي خوځورولم يې،خپله يې يولاس واچاوه او بېرته کېناست،زه لاهماغه شان په خپله ننداره کې ډوب وم چې ويې خوځولم او ويې ويل:
پروېزه !
_ هاغه انجلۍ ګورې؟
_ کومه انجلۍ؟
_ هاغه چې يوازې د مېز تر شا ناسته ده؟
_ ښه هاغه ښيې.
_ هغه د شاه خور ده.
_ هغې بېچاره ګۍ ته خداى تعالى څومره ښکلا ورکړې.
_ خوافسوس،افسوس سړى به څه ووايي.
دلته مې زړه کې ټکه شوه چې څه خبره به وي.
_ سترګې يې ليد نه لري،ړندې دي
Back to top Go down
Admin
Admin & Managment
Admin & Managment
avatar

Male Capricorn Posts : 389
Points - امتياز : 1418
Thanked - ووټ : 43
Birthday : 1989-01-01
Join date : 2010-01-22
Age : 28
Location : Land of Technology
Job/hobbies : علم

PostSubject: Re: کابل کابل   Sun Oct 24, 2010 2:45 am

Qesy kho toli deri khi we umaaed dai chi da kisi staso khpaly likaly kisi we

**********

ELMOIRFAN
A PLACE FOR LEARNING AND TEACHING

_________________


«•´¨*•.¸¸.*¤~* Sheraz *~¤*.¸¸.•*¨`•»
«•´`•.(¸.•´(¸.•* *•.¸)`•.¸).•´`•»
*(¨`•.•´¨)*
`•.¸.•´

[You must be registered and logged in to see this image.]
Back to top Go down
http://elmoirfan.englishboard.net
shahinsha
Senior Member
Senior Member
avatar

Posts : 106
Points - امتياز : 166
Thanked - ووټ : 2
Join date : 2010-01-31

PostSubject: Re: کابل کابل   Sun Oct 24, 2010 5:58 am

yara kabul kho kabul dai kana
Back to top Go down
Sponsored content




PostSubject: Re: کابل کابل   

Back to top Go down
 
کابل کابل
View previous topic View next topic Back to top 
Page 1 of 1

Permissions in this forum:You cannot reply to topics in this forum
elmoirfan علم و عرفان :: Languages :: Pashto Stories - کيسی-قصه-
Jump to: