elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان

علم و عرفان
 
HomeFAQSearchMemberlistUsergroupsRegisterLog in

Share | 
 

 ماشوم په مينه وروزئ!

View previous topic View next topic Go down 
AuthorMessage
shazia_rafiqi
Senior Member
Senior Member
avatar

Posts : 272
Points - امتياز : 599
Thanked - ووټ : 11
Join date : 2010-01-24

PostSubject: ماشوم په مينه وروزئ!    Wed Oct 27, 2010 1:48 am

لله(ج)اولاد د موراوپلار فطرتي محبت ،دزړونو مېوه ،دسترګوروښنا يي اودروح خوشحا لۍ ګرځولي او الله ج هغه دوستان چې له الله ج څخه د نيك صا لح اولاد دغوښتنې لپاره په عاجزۍ سره دعا اوغوښتنه كوي په قرانكريم كې هم ستايلي دي:

د ايت ژباړه :اې زموږه پروردګاره ! ته موږته زموږ دښځواو اولادو څخه دسترګو روښنا يي راوبخښه ، اوموږه دپرهيز ګارانو پيشوا وګرځوه .

دغه مينه داولاد د امن اود نفس د برابرۍ مصدر ده، دهغه دشخصيت په جوړولواوله ټولنې سره په راكړه وركړه كې دصبراواستقامت او نيك خويۍ بنسټ ده.

كه چيرې دغه مينه دموراوپلار په سينوكې بنده پاتې شي،نوهيڅكله ددې لاسته راوړنو تصورنشي كيداى،هو هغه په سينوكې شته ، ليكن كه مور او پلار هغه ښكاره نكړي، نو هغه دمينې پول چې دكورنۍاو اولاد ترمنځ چې بايد وتړل شي ،كمزورى اودكورنۍ د عاطفې له خوند نه به لېرې پا تې شي . د موراو پلار د مينې څرګندوا لى :

كه چېرې ځينې كسان فكر كوي چې د مينې څرګندونه داولاد په مخ كې دمينې په كلمه ، په مينه كتلو ، په مينه غيږ كې نيولو ،او دمينې په خندا كې نغښتې ده،خو ددې سره سره ځينې نورې لارې هم شته چې دمينې په څرګندولو او ددې رسا لت په ښه توګه اداكولو كې اغيزمن رول لري.

د ښوونځي او ليك لوست په وخت كې د ماشومانو هڅول ددې لامل ګرځي چې ماشوم لا تكړه شي ، په خپل نفس باور پيدا كړي او شته باور يې لا پياوړى شي .ددې تر څنګ له ماشوم سره په چلند كې نرمي راولي چې دا هم ډېر ښه اغېز لري .د بېلګې په توګه كله مو چې زوى له ښوونځي راځي وينئ چې جامې يې په خټوككړې وي،كولى شئ په نرمه لهجه ورته ووا يئ ، نن دې لكه چې له لوبونه ښه مزه اخيستې د ه ، آيا داسې نه ده ؟

زويـــه ددې نه وروسته خپلې جا مې پاكې اوستره ساته ، دومره خپلې جامې مه ككړوه . د خپلو ماشومانو لپاره څه وخت ځا نګړى كړئ ، بهر ته ورسره ووځئ، لوبې ورسره وكړئ ، په دې سره به دوى احساس وكړي چې زما مور يا پلار زما سره ډېره مينه لري .

كله چې په ښه درجه بريالي كېدل، نازوئ يې ، د بېلګې په توګه ، يوه وړه غوندې مېله ورته جوړه كړئ، ځكه چې ستا زوى يا لور په ازموينه كې اوچته د رجه لاسته راوړې ده اويا يې كوم بل ښه كار تر سره كړى دى، په دې سره به ستاسو اولاد پوه شي چې زموږ پلار او مور دژوند په هره برخه كې موږ ستايي. كه چېرې ستا له بچيا نو څخه يو د دې كار د چوكاټ په كولوكې نه وي، نو نور كارونه يې ولټوه كېداى شي يو څه يې پېداكړې چې دستاينې وړ وي .

د يادولو وړ ده، كوم د تقدير كار چې ددوي سره سرته رسوې بايد رمزي وي ترڅو ددوي په منځ كې بغض پېدا نشي،چې پخپل منځ كې به يې ددښمنۍ لامل شي په ځاى ددې چې يوبل سره مينه وكړي .دخپلوبچيا نوسره په لوبوكې شريك شئ ، كه هغه دفوټبال يانورې لوبې وي .

دبچيا نو درسي جدول با ندې ځان پوهول ، اودهغوى استادان اوملګري پېژندل،ترڅو چې دوى كله خپل كور ته راستنيږي ،نودا پوښتنه ترې ونه شي،چې نن دې څه وكړه ؟

بلكې وپوښتل شي چې دفلا ني ملګري سره دې په څه وخت تېركړ؟

د حساب په درس كې دې څه زده كړل ؟

نوپوه به شي چې تاسو ددوى ورځني كار تعقيبوئ!

كله چې ستا زوى له تاسر ه خبرې كوي ،نو ته دده سره په داسې حال كې خبرې مه كوه چې ته بوخت يې ، ماشوم ته ټوله توجو وكړه ، ماشوم چې تاته خبرې كوي ته دده سترګو ته ګوره ،ماشوم ته په دې حالت كې توجو كول د مور اوپلار څخه د ښې مينې احساس كول د ي ، په د رې وخته ډوډۍ كې ورسره شريك شه ، ددوى نه فقط اورېدل مه كوه بلكې دوى ته كيسې هم وكړه . دوى ته د مينې او تشجيع نه ډكې كلمې په يوه ورقه كې وليكه اود ددوى په څنګ كې يې كېږده. كله چې دوى دخوب په حالت كې وي اوته خپلې د ندې ته ځې اويا يې د د وى دمكتب په بستوكې كېږده ، ترڅو دوى فكر وكړي چې پلار يا مور زموږ خيال سا تي .

كله چې ماشوم يوانځور ا نځوروي، نو هغه دكور په يوخاص ځاى كې ځوړندكړئ چې پخپلو كارنامو فخر وكړي . يوه ځانګړې كلمه چې په هغې كې د مينې څرګند وا لي وي دخپلو بچيا نوسره ا نتخاب كړه ، چې دستاسې له دې كلمې نه بل هيڅ څوك هم خبرنشي .

كوښښ وكړئ چې كله نوې ورځ پيل كيږي ، ددوى هغه خطاګا نې چې ترې صادرې شوې وي هېرې كړي ، هره ورځ دوى دخپلې مينې په سيوري كې پټوئ ،دوى ته وخت وركړئ چې تاسوسره مشغول واوسي، دا به ددوى د معلوما توپه زياتوالي كې مرسته وكړي . اولادونوته خپله غېږ زانګو وګرځوئ ، ښكل يې كړئ اوهره شېبه ورته دمينې څرګندوا لئ وكړئ ، هرڅومره چې مينه زيا تيږي هغومره ورته ماشومان اړتيا لري ، تر دې كه دوى واده هم وكړي نوددوى سره دې لمسي دي.

يوه نوې لاره كشف كړه چې دستا اوددوى ترمنځ دعلاقې دټينګوالي لامل و ګرځي ، دبېلګې په توګه : يوه وړه پوست خونه په كور كې ورته جوړه كړه چې په هغه كې د ليكونو په واسطه ستا سو مينه يو بل ته متبادله كيږي .

په ياد ولره چې دمور اوپلار مينه داولاد سره بې قيد اوشرطه وي،نو لازمه ده چې زموږ مينه په كوم بل څه پورې تړلې نه وي، دا ونه ويل شي چې زه تا سره ډېره مينه كوم ځكه چې تا په ازموينه كې ډېره ښه نتيجه لاسته راوړې،اويابه زه تاسره هيكله خبرې ونكړم كه تا فلانى كاروكړ،ددې ويناګانوله امله ددوى هغه نفسي باوراوددوى دذات تقديرول چې زموږ له محبته دوى ته لاسته ورځي له منځه ځي اوموږ به هغه لاسته راوړنه چې له قربا نۍ، اطاعت اوالتزام څخه عبارت ده له لاسه وركړو.

دماشوم په مخكې خپله مينه په عملي ډول څرګنده كړه ، دا ځكه چې ته دده كارونوته اهتمام وركوې،اوپه ځينوكارونوكې ورڅخه مشوره اخلې او دده احساسات تقدير كړئ چې داشعور ورسره پېداشي چې هغه دستا له فاميل څخه دى او داحترام وړدى اوتاسې ټول د هغه په افكارو، خويونو، لاسته راوړنو اودهغه په غوښتنو پوهيږئ اوله دې سره په څنګ كې ددوى ځينې غلطيا نې ورته بخښئ، په ځانګړي ډول هغه غلطيا نې چې ددوى دكمې تجربې له امله له دوى څخه صادريږي .
Back to top Go down
 
ماشوم په مينه وروزئ!
View previous topic View next topic Back to top 
Page 1 of 1

Permissions in this forum:You cannot reply to topics in this forum
elmoirfan علم و عرفان :: General ELMO IRFAN Section عمومى.عام برخه :: Women Section - د ښځوبرخه-
Jump to: