elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان

علم و عرفان
 
HomeFAQSearchMemberlistUsergroupsRegisterLog in

Share | 
 

 له اقراره تر انكاره

View previous topic View next topic Go down 
AuthorMessage
shazia_rafiqi
Senior Member
Senior Member
avatar

Posts : 272
Points - امتياز : 599
Thanked - ووټ : 11
Join date : 2010-01-24

PostSubject: له اقراره تر انكاره   Wed Oct 27, 2010 2:21 am

كه څه هم اوس په ښار كې اوسېد خوخويونه يې كليوالي وو . ښايسته توربخنو سترګو به يې هر نظر دځان په لور راړوه . غنمرنګه څېره يې نوي خط وبريت لا په زړه پورې كړې وه . برابرې ونې يې ځواني ته يوډول ښكلاوربښلې وه . تل به يې هڅه كوله چې پرشونډو يې موسكا خوره وي . غوښتل يې دخپل كلي غوندې چاپير يال ځان ته جوړ كړي دخپلو هغو كليوالو ملګرو په شان چې زړه خواله ورسرهوكړي ،ملګري پيداكړي.خو ويې نه شو كولاى ترڅو دښاري ځوانانوسره په لاره قدمونه يو كړي . يواځينى ملګرى دده خپل يوازېتوب و چې دى به يې تنهانه پرېښوده .
عادت سره سم به يې دسهارلمانځه نه وروسته څه لږه ډېره لوستنه وكړه اوبيا به دپوهنتون په لور وخوځېد. دخپلې ښې رويې له مخې به يې هر ټولګيوال قدر كوه . ډېروبه ويل چې مجيب څومره ښه هلك دى له هېچا سره كارنه لري خومجيب غوښتل داسې څوك پيداكړي چې دتېرژوند هغه كيسه چې ده ته لانيمګړې ښكاريده په ژړغوني غږ ورته وايي چې :
زه لاوړوكى وم چې غوټۍ به راباندې ښه لګېده دهغې په ليدو به مې يوډول خوښي احساسوله هغه ورځې مې هېرې نه دي چې دكلي ټول ماشومان هلكان اوجونې به د سبق لپاره جومات ته تلل، مابه هم سهار وختي خپل ((پنج كتاب )) په تخرګ كې ونيوه اوجومات ته به روان شوم . كله چې به دجومات پردروازه ورننوتم اوغوټۍ به مې ترسترګوشوه نوهڅه به مې كوله ترڅومخامخ ورته كېنم . خودغه دماشومتوب ورځې څښتن (ج) داسې زر په ځوانۍ بدلې كړې چې هېڅ پرې پوه نه شوم ، خوڅومره چې مې عمرد زلميتوب منګ ته رسېده هومره مې دهغې سره دمينې جذبه په زړه كې لاپياوړې كېده .
زلمى وم خودغوټۍ مينې راكې كمكيتوب ته ورته خويونه پرې ايښې و ددنيا له هركاره راته ددې مينه ډېره په زړه پورې وه له همدې امله به مې درسونوكې يوڅه لټي كوله خو،ښه و دپلار غوسې او د تربورانو دپېغورنووېرې به درس ويلوته مجبورولم ،خو بيا به مې هم ډېرپام دې خبرې ته و چې څرنګه دهغې زړه دځان په لوري مات ړم ، دومره ناكراري پكې وګورم څومره چې زما په زړه كې دهغې لپاره ده.
تل به په دې فكروم چې داسې شېبه به راشي چې غوټۍ ته د زړه هيلې څرګندې كړم . كه هر رنګه ستونزه به وه كوښښ مې كوه تر څو يې دورځې يوځل وګورم خوسربېره پر دې چې هغه زمونږ ګاونډكې اوسېده نه بريالى كېدم چې نظر يې دځان په لورراوړوم كله كله به ووېرېدم چې ددې نيمګړې مينې سره لدې كلي روان نه شم ځكه دكانكور ازموينه كې مې برخه اخيستې وه چې په دې ورځوكې يې نتيجه اعلانېده .
مجيب لادتېرژوندكيسه له ځان سره تكراروله چې دڅنګ ته ناستې ټولګيوالې څنګل يې پرې ولګيده، سريې راپورته كړ، كتل يې چې ښوونكي سره د سوبتيا پاڼې دي اوحاضري اخلي . لدې سره پرې چاغږ وكړ :
(( مجيبه ! پام دې وي، سپوږمۍ پسې ستانوم دى. ))
چې بيا دښوونكي دغږ مجيب،مجيب سره يې ټكان وخوړ، بې واره يې دوه درې وارې صيب ،صيب وويل . دتېر په شان دټولګي څخه دښوونكي دوتلوسره سم زده كوونكي هلكان اوجونې يويو وتل . مجيب هم دټولګي څخه ووته ، په دهلېز كې يوازې روان و. واړه ، واړه قدمونه يې اخيستل چې چا ورپسې غږ كړ. مجيب چې شاته وكتل نودښكلايوه بېلګه يې تر سترګوشوه . جګې ونې، اوږدو تورو سترګواودزلفو هغه يوه تار يې چې له تندي راتېر او دورځوپه منځ پروت و، ښايست لاپه زړه پورې كړى و . مجيب يې لكه شاعر دنظر په ژبه ښكلاستايله چې هغې ورته وويل :(( وبښئ زمانوم سپوږمۍ ده تاسره په يوټولګي كې يم . ))
مجيب چې لاتراوسه يې دنجونوسره سمې خبرې هم نه وې كړې حيران وچې څه ورته ووايي . خوبيا يې هم په ډېره ستونزه په غلي لهجه وويل :(( ستاله ماسره څه كارو ؟))
_ (( هو ماويل چې زه پرون نه وم راغلې ،كه هغه د فزيك كتابچه مو ماته راكړئ ترڅو زه ترې نوټ ورسوم . ))
له دې سره مجيب زرخپل بيك راخلاص كړ، د فزيك كتابچه يې ترې راووېستله اوسپوږمۍ ته يې ونيوله . سپوږمۍ دكتابچې داخيستلوسره خيرويسئ وويل اوروانه شوه مجيب ورپسې همداسې كتل خوهغې لاڅوقدمونه نه و اخيستي چې بېرته راوګرځېده، وې ويل : (( وبښئ ستا سو نوم ...؟))
غلى غوندې ځواب يې وركړ : (( زما نوم مجيب دى .))
_ (( ښكلى نوم دى .))
له دې سره دسپوږمۍ قدمونو په دهلېز كې ټكهارى جوړاوه او ديوځل وروسته كتلوسره له مجيبه ورو ورو لرې كيده .
مجيب چې به هرسهار پوهنتون ته راغى نوسپوږمۍ به ورسره ټولګي كې ډېره خواخوږي ښودله .نن چې هم سپوږمۍ ټولګي ته راغله نو لومړى د مجيب خواته ورغله . په داسې حال كې چې هغه په خپلو سوچونو كې ډوب و، دې پرې غږ وكړ : (( مجيبه ستړى مه شې ! ))
مجيب سر پورته كړ او ورو يې ځواب وركړ : (( ته ستړې مه شې !.))
تر يو وخته سپوږمۍ همداسې ولاړه وه او بيا يې وويل: (( راته نه وايې چې كېنه ؟ ))
مجيب ځان وښوراوه راوښوراوه ، يو نظر يې ټيټ وكتل او بيا يې ورته د كېناستو وويل.
سپوږمۍ كېناسته ، يو نظر دواړو يو بل ته وكتل خو زر يې سترګې له يو بله واړولې. سپوږمۍ چوپتيا ماته كړه وې ويل : (( هه ، كتابچه دۍ واخله . مننه ! .))
مجيب ترې كتابچه واخيسته او ورزياته يې كړه : (( نوټ دې پوره كړ؟ ))
_ (( هو پوره مې كړ . خير وېسې. ))
له دې سره بيا دواړه غلي شول خو سپوږمۍ چې خوښېدل يې مجيب وغږوي يو ځل بيا وويل : (( مجيبه ! يوه پوښتنه در څخه وكړم ؟ ))
مجيب مخ ورواړوه او ځواب يې وركړ: (( څه پوښتنه كوې وې كړه .))
_ (( هسې ما ويل لكه چې كوم بل پوهنځى دې خوښ دى له انجينري سره دې زما په خيال نه لګيږي؟))
_ (( نه داسې خو نه ده .))
_ (( بيا نو ... څه خبره به وي چې ... ))
_ (( څنګه څه خبره به وي ؟))
سپوږمۍ لږه غلې غوندې شوه بيا يې ورو وويل : (( هسې خپه نه شې له ډېرو ورځو دې زه ګورم ، داسې غلى غوندې يې . ما ويل كه ... ))
مجيب لا سپوږمۍ ته څه ويل چې استاد ټولګي ته راننوت او محصلين ورته ودرېدل . دواړه غلي شول او پام يې د استاد په لور شوو، خو مجيب ته نن د سپوږمۍ پوښتنو او خواخوږي ډول ډول فكرونه ور پيدا كړل . زړه كې به يې تېره شوه چې ولې په ټول ټولګي كې زما خواته راځي. دا ولې له ماسره دومره خواخوږي لري . پر دې سربېره چې دسپوږمۍ دښكلاخبرې به ټول پوهنتون كې كېدې خوچې مجيب ته به دزړه په هېنداره كې دخپلې كليوالې غوټۍ تصوير تر سترګوشو نو دښار ددې ښكلې سپوږمۍ دتصور اجازه به يې خيال ته نه وركوله . مجيب به تل دغوټۍ يادونوكې ورك و.
مجيب به تقريباً دمياشتې يو يادوه ځله كلي ته تلو. هر ځل به يې كوښښ كوه چې غوټۍ ته دخپلې مينې اقرار وكړي خوداهيله به يې نه پوره كېده. په ښاركې داوسېدو ،دپوهنتون دورې اوپه تېره بيا دسپوږمۍ چلند دومره زړه وركړ ى و چې داځل كلي ته لاړ شي نوغوټۍ ته به ضرور دخپلې مينې اظهار كوي.
څوورځې لا له مياشتې تېرې وې خو مجيب كلي ته نه وتللى دراتلونكې پنجشنبې په انتظار و چې كلي ته لاړ شي اوخپل كړى تصميم سرته ورسوي .
دپنجشبې ورځ وه، ښكلې ډالۍ يې غوټۍ ته اخيستې وه اودكلي په لور روان شو. ماښام تياره كلي ته ورسيد، ترڅودماخوستن اذانونه كېدل دكور پر دروازه ورننوت . وړو ورونويې شور جوړ كړ چې هله لا لا راغى . له دې سره يې ترڅومور او خويندې له كوټې راوتلې دى ورننوتى و . مور يې په دواړه مخه ښكل كړ، دپلارسره له روغبړ څخه وروسته ورته ټولوپه وار، وارستړي مشي وركړه، كېناستل اودحال احوال پوښتنې يې پيل كړې .
له ډوډۍ څخه وروسته يې لامركه نه وه ختمه چې مور يې په مجيب غږ وكړ: (( ځه زويه ! هسې دې هم سترګې پټې ، پټې كيږ ي ستړى به يې، هغه بله كوټه كې يې درته ځاى جوړكړى لاړشه ويده شه.))
دمورله ويناسره سم مجيب جګ شو اودبلې كوټې په لور وخوځېده. دمجيب له تلوسره يې مور هم ورپسې دمجيب كوټې ته لاړه . چې كوټې ته ورننوته نو مجيب يې په څه شي بوخت وليد وې ويل : (( مجيبه زويه ! دا څه شي دي ؟ ))
_ (( دامورې هسې... ))
مجيب يې لا د پټولو هڅه كوله چې مور يې وليدل ، ور زياته يې كړه : (( واه دا خوبنګړي دي كنه ، دادې چاته راوړي ؟ ))
مجيب په داسې حال كې چې ښكته يې كتل ځواب وركړ : (( هسې مورې خورته مې راوړي دي . ))
خودموريې پرې څه شك راغى زړه كې يې ورتېره شوه كه خورته يې راوړي واى نوضرور به يې تر اوسه وركړي وو خو كيسه بله ده ، خواته يې راغله څنګ كې يې كېناسته ورته يې وويل : (( ګوره زويه ! زه ستاموريم كه اولاد هرڅومره مورته چل وركړي خوموربيا هم مور وي يوڅه پوهيږي .))
مجيب لږ په تېز غږ وويل : (( مورې په څه پوهيږي ! هېڅ خبره هم نه ده .))
مور يې ور زياته كړه : (( ګوره زويه ! زه پوهېږم چې څه خبره ده . ووايه راته ؟))
مجيب په لوړ غږ وويل : (( واه مورې څه شى درته ووايم! ))
تر يوې شېبې يې ورته مور همداسې كتل ، په دواړو لاسونويې له مخه ونيو، په تندي يې ښكل كړ او وې ويل : (( ووايه راته څوك دې خوښيږي ؟ ))
مجيب غلي غوندې وويل : (( هېڅوك مې نه خوښيږي مورې ته هسې شله يې ! ))
_ (( زه پوهېږم كوم څوك دې خوښيږي او دابنګړي دې هماغې ته راوړي . زه دې مور يم چې ماته يې نه واى نو چاته يې وايې ؟ ))
_ (( نه مورې داسې خبره نده هسې شك كوې دامې ... ))
مور يې پرې خبره غوڅه كړه وې ويل : (( زوى جانه ! پلاردې هم ماته څوځله يادونه كړې چې دې هلك ته څوك وګوره چې كوزده ورته وكړو. ووايه زويه خيردى مه شرمېږه. ))
_ (( مورې هغه .... .))
_ (( څوك ده زويه مه شرمېږه ووايه ؟ ))
_ (( مورې څه درته ووايم دګلاب ماما لور غوټۍ ده . ))
له دې سره يې موريودم غلې شوه ترډېره همداسې چپ وه چې مجيب ترې وپوښتل : (( ولې مورې هغه ښه خلك نه دي ؟ ))
_ (( ښه خلك دي. ))
_ (( ولې جلۍ مو خوښه نه ده ؟ ))
_ (( خوښه موده .))
_ (( نوبيا مورې څه خبره ده هغوئ سره خوبه موڅه جنجال نه وي پيداشوى ؟ ))
_ (( نه زويه !. ))
مجيب په لوړ غږ وويل : (( نوبياولې چپ يې، څه خوووايه كنه؟ ))
مور يې په ورو ځواب وركړ : (( زوى جانه غوټۍ خودوه اوونۍ كيږي زماني خپل زوى ته وكړه.))
.له دې سره يې دمور له سترګو اوښكې څڅېدې، دمجيب رنګ تښتېدلىو حيران ، حيران يې مورته كتل او هماغسې پرېوت ويده شو .
سهاروختي له خوبه راپا څېده دخپلو خيالونوجنت كلى ورته اوس دوزخ ښكارېده. پرته له دې چې چاى وڅښي له ټولونه يې اجازه واخيسته، هغه بنګړي يې يوې خورته وركړل چې داغوټۍ ته وركړي خو دا ورته ونه وايي چې مجيب وركړي دي اوروان شو .
اوس ورته پوهنتون هم خوند نه وركاوه دلوستلو شوق يې هم ورو وروكمېده دچوپتيا عادت يې لاپياوړى شوى و او دتېرپه شان يوازې والى به يې خوښوه خوسپوږمۍ به يې هماغسې خواته راغله ترې وبه يې پوښتل : (( مجيبه ! ډېره موده كيږ ي څه ناسته ولاړه درسره لرم خوستا دچوپتيا په راز پوه نه شوم .))
_ (( هسې دازما خوى دى هېڅ خبره نه ده .))
_ (( مجيبه ! خوښه دې زه كولى شم ديودوست غوندې مرسته درسره وكړم .))
مجيب په داسې حال كې چې ساعت ته يې وكتل، له څنګه يې جګ شو او ور زياته يې كړه : (( ځه خير اوس دتفريح وخت پوره شو بيا به ګورو. ))
دسپوږمۍ سره دپرلپسې ليدلو اود خواخوږۍ سربېره يې په زړه پورې ښكلاورو ، ورو د مجيب دمات زړه رغونه كوله چې اخر يې ورته تصوير دزړه هېنداره كې ځاى ونيو.
مجيب چې تېرژوند كې يې دمينې دنه اقرار كولو ډېره لويه سزا زغملې وه نور وس يې ځان كې نه ليده ځكه يې نن دسپوږمۍ سره دخپلې مينې دور څرګندولو اراده درلوده . د دويم ساعت نه وروسته تفريح وشوه. دتېرپه خلاف نن مجيب د سپوږمۍ خواته ورغى او ورته يې وويل : (( سپوږمۍ له تاسره څه ضروري كارلرم .))
سپوږمۍ په لوړ غږ ځواب وركړ : ((څومره ښه خبره ده خدمت وايه ! ))
_ (( سپوږمۍ زه غواړم تاته نن دخپلې چوپتيا راز څرګند كړم .))
_ (( څومره خوند به وكړي ووايه زركوه! ))
_ (( سپوږمۍ زه ... ))
_ (( واه ! ووايه كنه .))
مجيب تر يو وخته غلى شو ، بيا يې وويل : (( هسې ما ويل چې ... ))
سپوږمۍ په زړه ورتوب وويل : (( هسې تا ويل چې څه ؟ ))
مجيب زړه نا زړه ورزياته كړه : (( ځه بل وخت به يې ... ))
سپوږمۍ يې په خبرو كې ورولوېده په خندا يې وويل : (( اوو هو ، جلۍ خو نه يې ژر كوه كنه ووايه څه خبره ده ؟ ))
دسپوږمۍ بې پروا زړه ورتوب يې جرائت زيات كړ او وې ويل : (( سپوږمۍ غواړم زما دژوند يواځينۍ ملګرې اووسې .))
له دې سره دسپوږمۍ رنګ ورو ورو بدلېده . غلې ولاړه وه چې مجيب ور زياته كړه : (( زه غواړم له تا سره واده وكړم .))
سپوږمۍ لا پسې رنګ ووهه ، خولې پرې راماتې شوې او بيا يې پداسې حال كې چې ښكته يې كتل ورزياته كړه : (( له هغه وخته چې ته مې ليدلى يې هسې راباندې ښه لګېږې. ))
مجيب په موسكا وويل : (( ما هم همداسې انګېرله ،ځكه خو مې دومره زړه وكړ .))
سپوږمۍ يو اوږد اسوېلى وكيښ او ورپسې يې كړه : (( هم دومره مينه درسره لرم لكه ستاسترګو كې چې ماته دځان په اړوند ښكاري .))
سپوږمۍ بيا وويل : (( خوكاشكې چې ؟ ))
مجيب غلي وپوښتل : (( خو كاشكې څه شى ؟ ))
_ : (( خو كاشكې چې زه كوزده شوى نه واى . ))
Back to top Go down
 
له اقراره تر انكاره
View previous topic View next topic Back to top 
Page 1 of 1

Permissions in this forum:You cannot reply to topics in this forum
elmoirfan علم و عرفان :: Languages :: Pashto Stories - کيسی-قصه-
Jump to: