elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان

علم و عرفان
 
HomeFAQSearchMemberlistUsergroupsRegisterLog in

Share | 
 

 د پور واده

View previous topic View next topic Go down 
AuthorMessage
shazia_rafiqi
Senior Member
Senior Member
avatar

Posts : 272
Points - امتياز : 599
Thanked - ووټ : 11
Join date : 2010-01-24

PostSubject: د پور واده   Wed Oct 27, 2010 2:22 am

د پور وادهليکوال:ميرويس جلالزی
ځای:کابل
د ۲۰۰۸ کال د مې مياشتې 21مه نيټهد ۲۰۰۸
کال د اپريل مياشتې ۲۱مه نيټه وه ، زمونږ معاشونه به يې د مياشتې په ۲۷مه را کول، راډيو سره مې له کوچنيوالي مینه وه مور به مي ویل کله چې به دې په ماشمتوب کې ژړل نو ما په راډیو کرارولي ، هغې به ویل چې راډیو به مې درته چالانه کړه بیا به په اتوماتیک ډول په خندا سوې او ژړا به دې بس کړه .
نن شپه مې هم راډیو راته چالانه کړي وه ګډي وډي خبري وي خو کله نا کله به په ټولو چینلونو کې یو شان ته وي.
ناڅاپه مې د یوې ښځي نطاقي غږ تر غوږ شو د راډیو ستن مې پرې ودروله چې وایې د افغانستان بانک په هیواد کې د شخصي بانکونو تظمین نه شي کولای او که کومه ستونزه رامنځ ته شي نو د دې بانکونو ګډون وال بیا مرکزي بانک ته دشکایت حق نه لري.
د کرزی د حکومت له راتګ سره مې یو څو پیسې له خپلې تنخوا سپمولي وي او په کابل بانک کې مې ساتلي او د چا په خبر د دې بانک په میاشتنې قره کشې کې هم شامل وم .
۴۰۰ امریکایې ډالره مې په دې بانک کې پانګه کړي ول او د راډیو د نن شپې له دې خبر سره مې ټوله شپه ګډوډ خوبونه لیدل، ما ویل چې په سپمولو شویو پیسو مي څه و نه شي او زمونږ د وطن د شتمنیو په څیر د غلو غدیو له خوا پو پناه نه سي.
سخت تشویشي سړی یم او کله ناکله خو مې پاړسي ژبې ملګري( آغای تشویش) هم بولي .
یو بل عادت مې دا وه چې کله به راباندي کومه بده ورځ راتله نو یوه شپه دمخه به مې ګډوډ خوبونه لیدل او همدا شپه مې هم تر سهاره ویرونکي خوبونو ولیدل.سهار سو ، سمدستي مې زمونږ کور ته نژدې د کابل بانک څانګه په خوله ورکړه، د بانک د دې څانګي ور عمومي واټ ته را خلاص وو .
د سهار پاوکمي اته بجې وي او د بانک په دروازه کې په برګه دریشۍ کې نغښتي ساتونکي راته وویل چې مامورین په اتو بجو راځي اوس اجازه نه شته .
وای (( برادر ده سر سرک چکر مکر بزن کې اشت بجه شوه باز بیا))خپلې سیکو پنج ګړۍ ته مې وکتل نن دا ټګه ګړۍ هم سوکه سوکه تاویده .
د واټ تر څنګ ولاړ وم آخوا دې خوا مې د پردیو خلکو موټر شمیرل یو نیم بهرنی ګاډۍ به هم په چټکۍ پر نورو تیر سو .
زمونږ د ګاونډي لوی څارانوال عبدالجبار ثابت د موټرو کاروان هم په څړک تیر شو او د عامي روغتیا په څلور
لاری کې د امریکې د سفارت خوا ته ور تاو سو .
په زړه کې مې وویل چې دی هم جهاد کوي په خپله په فساد تورن شوی.....
بی باکه مې ښي اړخ ته پیاده رو ته پام سو.
په یوه سپینه رنګي پیغلي نجلۍ مې سترګي ولګیدي.
ما له خپلې خور سره ژمنه کړي وه چې نور به پردیو نجونو ته نه ګورم خو څه ووایم نن مې د تل په شان یو ځل بیا خپل لوظ مات کړ.
شین سریښ کاوبای پتلون یې اغوستی وو، جګې جګې برګې څپلۍ یې پر پښو وي، تور لنډ او بوچ کمیس یې پر تن وو او هسي مازي په نام ټیکری یې پر سر اچولی وو او په تور رنګ ، رنګه کړي اوږده اوږده نوکان یې له لري ښکاریدل.
مروه ( همدا نجلۍ) ښه ښایسته وه او مخامخ د کابل بانک دفتر ته ورننوتله .
ما ویل پیسې میسې به یې په کار یي او ژر ژر زه هم پسي ورغلم، د بانک ساتونکي زه تلاشي کړم خو دا بي له تلاشۍ ور ننوته او ما هم په چابکو چابکو ګامونو لار پسي ور لنډه کړه .
شک را ولوید چې ګوندي دا به دلته بانکره مانکره وي خو وروسته مې شک په یقین بدل شو .
دا پاړسیوانه نجلۍ مروه نومیده خو په ښه پیښورۍ پښتو هم غږیدای شوای.
ما ته هم دقیقاً په همدې غرفه کې پیسې را کول کیدې چیرته چې مروه د یو ځنګون سري ( لپ ټاپ) کمپیوټر تر شاته کښینسه.
بانکي لارښونکي راته وویل چې مروه جاني ته ورشه .
ورغلم او خپل بانکي کارټ مې ورته په ډیر درناوي د خیښې ترچولې ور ټیله کړ.
وای څه غواړي ؟
ماویل خپلي ټولي پیسې.
ژر ژر په کمپیوټر لګیا سوه او له څو دقیقو وروسته یې یوه پاڼه په خپله لاسلیک کړه او بله یې زما تر لاسلیک تیره کړه او ۴۰۰ ډالر یې راکړل.
د مروې نازو نخرو او د تورو خیښیې بنګړو شرنګ او شرونګ ته مې بدن پړک واخیست او تر هر څه خو یې پښتو ژبه ډیره ښایسته وه .
په شنه سهار بی سده شوی وم.
دوه دری ورځي تیری شوي خو مروه مي تر سترګو ښکته پورته کیده او د هغې د ټلیفون شمیره مې هم په ډیرو خواریو وموندله .
یو دوه ورځي می ټلیفون ور کاوه وخت ناوخت به مې ترینه ګډي وډي پوښتني کولي خو مټ کې مې دومره کړه چې نور به یې زما د خبرو د اوریدو حوصله لرله، په هغو لومړیو ټلیفونونو کې خو به یې هیڅ خبرو ته زړه نه کیده .
د څلورو ورځو په تیریدو مو اړیکي ټینګي سوي او مروې زما په خبرو ډیر باور کاوه کله به مې ورته دروغ ویل او کله هم ریښتیا .
د اپریل د میاشتي ۲۶مه وه چې مروې سهار اته نیمي بجې راته ټلیفون وکړ او نا څاپه یې په خبرو کې راته ډیره مهمه خبره یاده کړه .
هغې راته وویل چې که ریښتیا در باندې ګرانه یم نو رویباران را ولیږه .
په بدن کې مې یخي یخي اوبو ولاړي او په دې خبر مې هیڅ یقین نه راتلو.
هیڅ مې ورته و نه ویل ، لاجوابه شوم خو خبره مې یوه بله خوا تیره کړه ، خبریالان خو د ګډو وډو په ویلو نن صبا ښه پوهیږي او دا چلونه هم ښه ورځي چې څرنګه کولای شي ساده انسانان وغولوي .
یوه بله ورځ هم تیره شوه.
د اپریل میاشتي ۲۸ مه نیټه وه چې بیا یې مسکال را کړ او ورته مې زنګ وواهه او خبري مو سره پیل کړي .
ما ترینه د هغوې د واده د رواجونو په اړه پوښتنه وکړه او راته یې وویل چې زما مور او پلار به ستا د رویبارانو غوښتنه و مني او بیا به ته په دریمه ورځ ۱۰۰۰ ډالره او یوه د سرو زرو غاړکۍ د خپلې کورنۍ په لاس راولیږي چې دا زمونږ رواج دی.
له دې خبرې سره مې خپل جیب ته وکتل چې تش پش دی او اوس مې نو وغوښتل له مروې څخه ځان هغسي خلاص کړم لکه د دې تر شناخت دمخه چې ترینه خلاص وم.
یو دوه ورځي مې خپل ټلیفون مړ ساتلو خو یو سهار مې ناڅاپه روښانه کړ تر څو زما د هغه نژدې ملګري د ټلیفون شمیره ترینه را وباسم چې له امریکې څخه راغلی وو چې نا څاپه د مروې د ټلیفون شمیره راغله.
مروې له سلام وروسته راته وویل: څه شوې دا ټلیفون د ولي دو درستي شپې مړ وو؟تاسو پښتانه خو اول یاري په زاریو غواړۍ او بیا د خلکو لوڼو ته دوکۍ ورکوۍ.
مروه په خپل سره ګډوه وه خو ما له ځان سره سوچ کاوه چې پښتون ځوان یې او بیا دا بده خبره ده چې هغې ته دوکه ورکړې او د پیسو د نشتوالي له وجهې رویباران ور و نه لیږې.
د مروې خبرو دومره مات کړم چې اوس مې هغې ته له ریښتیا ویلو پرته بله لار نه لرله .
همداسي مې ورته په ریښتیا ویلو پیل وکړ.
ورته مې وویل چې له پیسو او ګاڼې پرته که زما سر هم ستا لپاره ځار شي ، زه ورته چمتو یم او پیسې او ګاڼی ځکه نه شم درلیږلای چې په توره ورځ پیدا یم او جب مي تش دی.
مروې وخندل...
ویویل چې غم مه کوه سړیه!
" نن بانک ته راشه 1500 ډالر به درکړم ، مور ته دې ورکړه چې بیا زما د کورنۍ دود او دستورپرې وکړي "
هغه موسکۍ شوه.
ما ویل ټوکي به کوي خو هغه دا ځل خورا جدې وه.
راته یې وویل چې زما او تا جیب کوم فرق نه لري، ستا کورنۍ به دا پیسې زما کورنۍ ته راوړي او هغوي به یې بیرته ماته راکړي دا ځکه چې زه د خپل پلار او مور یواځنۍ لور یم او ماته د کور خزانه داره وایې.
اووس مروه د دې ډالري معاملې راتلونکي ته سخته خوشبينه ده خو زه شپه او ورځ په تشويش کې يم .
Back to top Go down
 
د پور واده
View previous topic View next topic Back to top 
Page 1 of 1

Permissions in this forum:You cannot reply to topics in this forum
elmoirfan علم و عرفان :: Languages :: Pashto Stories - کيسی-قصه-
Jump to: