elmoirfan علم و عرفان
اسلام علیگم

Welcome to the ELMOIRFAN FORUM

You are currently viewing our boards as a guest with limited access to view most discussions and access our other features. By joining our free community Registration is fast and simple!

If you have any problems with the registration process or your account login, please contact on sss_khani@yahoo.com.
become an active part of www.elmoirfan.englishboard.net now!
Regards
Forum Admin
elmoirfan علم و عرفان

علم و عرفان
 
HomeFAQSearchMemberlistUsergroupsRegisterLog in

Share | 
 

 (د قرآن كريم اعجاز د نوي ساينس او ټېكنالوژۍ په رڼا كې )

View previous topic View next topic Go down 
AuthorMessage
Admin
Admin & Managment
Admin & Managment
avatar

Male Capricorn Posts : 389
Points - امتياز : 1418
Thanked - ووټ : 43
Birthday : 1989-01-01
Join date : 2010-01-22
Age : 28
Location : Land of Technology
Job/hobbies : علم

PostSubject: (د قرآن كريم اعجاز د نوي ساينس او ټېكنالوژۍ په رڼا كې )   Wed Jan 27, 2010 4:37 am

د قرآن كريم اعجاز
( د نوي ساينس او ټېكنالوژۍ په رڼا كې )
د ځمكې او اسمانونو تر منځ د څيزونو پيدايښت
په قرآن كريم كې ډېر داسې آيتونه شته، چې د اسمانونو او ځمكې تر منځ د شته څيزنو پيدايښت بيانوي:
( وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلاَّ بِالْحَقِّ )
ځمكه او اسمانونه او هغه څه چې د هغوى ترمنځ دي، له حق پرته مې د بل څه لپاره نه دي پيدا كړي. ( الحجر ۸۵ )
( لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَمَا تَحْتَ الثَّرَى )
پوهان وايي په لومړيو كې د هغه گرم دود د كتلې كثافت ډېر شو ؛ بيا وروسته دا كتله ټوټې ټوټې شوه، چې اسمانونه، جسمونه، ستوري او سيارې يې رامنځ ته كړې . يا په بل عبارت ځمكه او ستوري هغه ټوټې دي، چې د گاز له يوې واحدې كتلې څخه منځ ته راغلي دي. ځينې د دغو ټوټو په لمر او سيارو بدلې شوې او په دې ترتيب شمسي منظومې او كهكشانونه منځ ته راغلل . د هرې وېشنې په لړ كې يو شمېر ذرې له نويو جوړوشويو جسمونو څخه پاتې شوې او فضا ترېنه جوړه شوه . پوهانو دغه اضافي ذرې د ستوريو ترمنځ ( بين ستاروي ) كهكشاني ماده وبلله . دا ماده له %۶۰ هايدروجن، %۳۸ هيليوم او %۲ نورو څيزو څخه جوړه ده . د دغې مادې %۹۹ گازونه دي او %۱ يې دوړې ( گردونه ) دي ، چې د جامداتو له وړو زرو څخه د يو يې پر زر ( ۱۰۰۰\۱ ) نه تر يو يې پر لس زره ( ۱۰۰۰۰\ ۱ ) ملي متر په قطر سره جوړ شوي دي . د نجومي محاسباتو له نظره دا ذرې د پوهانو لپاره ډېرې ارزښتناكې دي، دا ذرې دومره وړې دي، چې د گرد يا دود او يا گازاتو په ډول ليدل كېږي؛ خو كه په كُلي توگه وليدل شي، نوپه فضا كې د ټولو كهكشانونو له مجموعې څخه د يوې لويې كتلې استازي كوي . كه څه هم د كهكشانونو تر منځ ماده پر ۱۹۲۰ كال كشف شوه؛ خو شتون يا موجوديت يې سلگونه كاله وړاندې په قرآن كريم كې ياد شوى و .
د داروين د تكامل د نظريې تېروتنه
قرآن كريم له هېڅ څخه د ټولو موجوداتو يو په يو ( آني ) شتون په لاندې آيتونو كې څرگندوي، آل عمران _ ۴۷ ، مريم_ ۳۵ ، البقره_ ۱۱۷، نحل_ ۴۰، يٰس_۸۲، او المومن _۶۸:
فَإِذَا قَضَى أَمْراً فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ
ژباړه: اوكله چې د يوه څه پرېكړه وكړي، ورته وايي ( شه ) نو شي . ( المومن ۶۸ )
د داروين د ښوونځي د قضيې پر بنسټ، ژوند د پرله پسې اتفاقاتو ( پېښو ) په پايله كې په خپله بشپړتيا ( تكامل ) موندلى دى او د ژونديو موجوداتو وده او تكامل له ساده بڼو څخه پېچليو بڼو ته وي. اصلي پوښتنه دا ده، چې آيا موجودات په اتفاقي توگه د يوې طبعي چارې له لارې منځ ته راغلي او كه د هغوى وجود د يوه باخبره ( آگاهانه ) پيدايښت په وسيله منځ ته راغلى دى ؟
لكه څنگه چې ټول پوهېږي، د تكامل نظريه وايي، چې ناساه كښ څيزونه د پېښو له زنځير څخه يو د بل تر څنگ راټول شوي دي او وروسته په دويم قدم كې د ټكرونو ( تصادفاتو ) په زنځير كې د طبعي پېښو تر اغېزې لاندې یې، لومړى د ژوند اساسي پايې او وروسته يې پخپله ژوند منځ ته راوړى دى . په دې توگه په ټوليز نظر سره زمان، ماده او پېښې د پيداكوونكي ځواك په توگه پېژندل شوي دي .
د ټكر او پېښې ( تصادف او اتفاق ) ليدلوري، چې د تكامل په نظريه كې مطرح شوى، د علم له پلوه رد شوى دى . علمي لاس ته راوړنې په ډاگيزه توگه د تكامل پلويو له دې ادعا سره، چې ( ژوند د پېښو په لړ كې او د طبعي عواملو تر اغېزې لاندې منځ ته راغلى ) تضاد لري؛ ځكه نن ورځ د ژونديو موجوداتو په منځ كې نمونې شته، چې د ډېر پېچلي جوړښت درلودونكې دي او حتا يو حجروي موجودات هم د پېچليتاوو يوه عجيبه نمونه ده، چې د پېښې ( اتفاق ) په مفهوم سره په تناقض كې قرار لري.
هغه خارق العاده طرحې او جوړښتونه، چې موږ يې په ژونديو موجوداتو كې وينو، د دې ښكارندوى دى، چې ټول ژوند د يو لوړ شعور له خوا د قادر او توانا الله ( ج ) په وسيله منځ ته راغلى دى .
آيا ژوندي موجودات احتمالاً د تكامل له مخې له يو بل نه منځ ته راغلي دي؟ نه داسې نه ده علمي معلومات ( په ځانگړې توگه فوسيلي لاس ته راوړنې او پرتليزه اناتومي ) په بشپړه توگه له دې خبرې سره خلاف ده. په واقعيت كې هېڅ قوي او ډاروونكى دليل، چې د تكامل ډول د ځمكې پر مخ پېښ شوى وي، وجود نه لري. فوسيلي لاس ته راوړنې ښيي، چې د ژونديو موجوداتو ډولونه د گام پر گام تكامل له مخې يو پر بل باندې تبديل شوي؛ بلكې دغه ټول ډولونه په بشپړه توگه يو له بل نه بېل او پرته له هېڅ ډول گډې ( مشتركې) مخينې څخه دفعتاً په بشپړ ډول په وگړي پورې د تړليو جوړښتونو سره د ځمكې پر مخ راڅرگند شوي دي. نه الوتونكي له خزنده گانو څخه منځ ته راغلي او نه هم پر وچه ساكن موجودات د كبانو له تكامل څخه منځ ته راغلي . د ژونديو موجوداتو هې يو ډول په بېل ډول او په هر وگړي پورې له اړوندو ځانگړنو سره پيدا شوى دى؛ حتا د تكامل د نظريې مشهورو پلويانو دغه علمي واقعيت منلى او اړ شوي، چې پر پيدايښت باندې د گواهۍ په توگه يې په رسميت وپېژني .
مارك چارنكي لرغونپوه او د داروين د نظريې پلوى وايي:(( د دغې نظريې ( د تكاملي خپلسرې نظريې) تر ټولو لوى خنډ (مانع ) فوسيلي لاس ته راوړنې دي. په دې لاس ته راوړنو كې هېڅ نښانه د داروين له پام وړ بين البيني شكلونو څخه نه ليدل كېږي. د ژونديو موجوداتو ډولونه په ناڅاپي توگه منځ ته راغلي او حتا په ناڅاپي توگه به له منځه هم ځي.))
هغه نوي پرمختگونه او لاس ته راوړنې، چې په دې وروستيو ۵۰ كلونو؛ په ځانگړې توگه لرغونپوهنې، ميكروبيولوژي، جنتيك او اناتومۍ په برخه كې شوي؛ دا ښيي، چې د تكامل نظريه سمه نه ده. ټول ژوندي موجودات په بشپړه توگه يو له بل څخه په بېلو بڼو، يو په يو يا په آني توگه د ځمكې پر مخ را څرگند شوي دي. الله( ج ) د ژونديو موجوداتو هر يو د كُن ( شه) په امر سره په بېل ډول پيدا كړى او دا يو پرېكنده او څرگند واقعيت دى.
نړۍ او مطلق تعادل :
الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقاً مَّا تَرَى فِي خَلْقِ الرَّحْمَنِ مِن تَفَاوُتٍ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَى مِن فُطُورٍ
ژباړه : هغه ( الله ) چې اووه اسمانونه يې په منظمو پوړونو سره پيدا كړي. په ځير سره وگورئ، د رحمن ( الله) په پيداېښت كې به كومه بې نظمي او نيمگړتيا و نه مومي . الملك (۳)
په ميليونونو ستوري او د عالم كهكشانونه د خپل مطلق تعادل په حال كې حركت كوي. ستوري، سيارې، سپوږمۍ نه يواځي په خپل شاو خوا؛ بلكې ټول يو ځاى د يوه سيستم پر شاوخوا، چې دوى يې هم يوه برخه دي، حركت لري. ځينې له ۳۰۰ – ۱۰۰ ملياردو ستوريو څخه په متقاطع مسيرونو كې حركت كوي او دا د اريانيتا ځاى دى، چې هېڅ ټكر هم نه سره كوي، چې په نړۍ (عالم) كې د ويجاړۍ لامل وگرځي. دا معجزه له هغه نه ډېره لويه ده، چې موږ يې بيان كړى شو. په نړۍ كې د چټكتيا (سرعت) مفهوم له دې نه ډېر پراخه دى، چې د ځمكنيو مقياسونو په واسطه اندازه شي، ستوري – سيارې او كهكشانونه، چې په ميلياردونو ټنه وزن لري، په فوق العاده سرعت سره په فضا كې حركت كوي. مثلاً ځمكه په يوه ساعت كې ۱۴ 1670 km كيلومتره راڅرخي، په داسې حال كې چې تراوسه پورې كومه چټكه او سرعترينه مرمۍ جوړه شوې، د هغې حركت په يوه ساعت كې ۱۸۰۰ كيلومتره دى؛ نو د ځمكې د كتلې او حجم له لويوالي سره سره، وينو چې په څومره چټكتيا سره حركت كوي. د لمر شاوخوا، د ځمكې د حركت سرعت ۶۰ ځله د مرمۍ له سرعت څخه ډېر دى، يانې په يوه ساعت ۱۰۸۰۰۰ كيلومتره دى، كه په دې سرعت سره مو موټر جوړولى شواى؛ نو په ۲۲ د قيقو كې به له گردې ځمكې څخه راوتاوېده.
د لمر اړوند ارقام په څو څو ځله خارق العاده دي. د لمريزې منظمومې سرعت زموږ له تصوره بهر دى. هر څومره چې يوه سياره يا منظومه لويه وي، په همغه اندازه يې سرعت هم چټك وي.
لمريزه منظومه د خپل كهكشان پر مدار باندې په يوه ساعت كې ۷۲۰۰۰۰ كيلومتره حركت كوي. نوري كهكشان ( راه شيرى ) د ۲۰۰ ميلياردو شاوخوا ستارو په درلودلو سره په يوه ساعت كې ۹۵۰۰۰۰ كيلومتره حركت كوي.
له شك پرته په يوه داسې پېچلي او چټك سرعته سيستم كې د زياتو ټكرونو احتمال شته؛ خو تراوسه هېڅ ټكر نه دى شوى او په ارامۍ سره خپل ژوند پر مخ بيايو؛ ځكه هر څه په نړۍ كې د مطلق تعادل په حالت كې، چې الله (ج) تنظيم كړي دي، فعاليت كوي او لكه څرنگه چې په مبارك آيت كې لولو، په پيدايښت (خلقت) كې هېڅ ډول اختلاف نشته.
په نړۍ كې لطيفه تله ( مېزان )
بيا هم د الملك د سورې ۳ آيت شريف ته ورځو، چې فرمايي: هغه چې اووه اسمانونه يې په منظمو طبقو سره پيدا كړل. كه په دقت سره وگورئ، د الله په خلقت كې په هېڅ بې نظمي او نيمگړتيا پيدا نشئ كړى. سربېره:
وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيراً
ژباړه : ټول موجودات يې پيدا كړي دي او په خپل پوره حكمت سره يې د هر څه حد او قدر ټاكلى دى .( الفرقان)
د ماټريالېزم فلسفې ادعا وكړه، چې په نړۍ او طبيعت كې ټول سيستمونه لكه د خپلسريو ( خودبخود ) ماشينونو غوندې فعاليت لري او د هغوى نظم يوه تصادفي پديده ده. په داسې حال كې چې نن ورځ د ماټريالېزم دروغجن طبيعت او د داروين فريضه پر علمي بنسټونو، علماً ناسمه ثابته شوې ده.
د نجوم او بيولوژي د پوهې په برخه كې د شلمې پېړۍ اكتشافاتو ثابته كړه، چې نړۍ او ژوند دواړه پيدا( خلق) شوي دي. د داروين فرضيې ماته وخوړه او دلويې چاودنې فرضيې ثابته كړه، چې نړۍ له هېڅ نه پيدا شوې ده. وروستيو انكشافاتو ښوولې ده، چې په مادي نړۍ كې يو ډېر لطيف توازن شته دى. چې د ماټريالېزم بې بنسټه طبيعت ردوى.
د ژوندانه د لازمو شرايطو په پام كې نيولو سره، وينو، چې يواځې ځمكه د دغو شرايطو درلودونكې ده . د ژندانه د پايښت لپاره ډېرو شرايطو ته اړتيا شته، چې پر يو وخت او له ځنډ پرته صورت ومومي . په داسې حال كې، چې سلگونه مليارده كهكشانونه او بيا په هر يوه كې په اوسط ډول سل مليارده ستوري شته او احتمالاً په عين شمېر ستوري هم موجود وي؛ نو بايد دې ته ځير شو، چې ولې استثناً يواځې په ځمكه كې د ژوندانه شرايط برابر شوي دي .
هر څه چې په نړۍ كې شته، زموږ د ژوندانه شرايط يې برابر كړي دي؛ له لويې چاودنې د يو اټوم تر فزيكي ارزښتونو پورې، د څلورگونو قوو له سويې نه په ستورو كې تر كمياوي تعاملاتو پورې، له نوري ډول نه چې له لمر نه ځلېږي، د اوبو د غلظت تر درجې پورې، د ځمكې او سپوږمۍ تر منځ فاصلې نه تر هغو گازونو پورې، چې د ځمكې په هوا كې شته دي . د لمر پر شاوخوا د ځمكې له څرخون نه تر هغې درجې چې څرخېږي، پر خپل محور باندې د ځمكې د څرخون له سرعت نه د غرونو، سيندونو او نورو تر فعاليته پورې.
نوى اوسنى ساينس دا ټول د انساني اصل تر سرليكونو او لطيف ميزان لاندې څېړي . دغه مفهومونه ښيي، چې نړۍ يوه بې موخې، له كنترول پرته او د موادو تصادفي پديده نه ده؛ بلكې هر څه په خارق العاده ځيرتيا سره د انسان د ژوندانه لپاره پيدا شوي دي .
كه په پورته ذكر شوي آيت كې د قدر يا ټاكلې موضوع او په خلقت كې همغږۍ ته پام وكړئ؛ د تقدير كلمه يانې طرحه، اندازه او په اندازې سره جوړول، دلته او په نورو آيتونو، لكه الفرقان په ۲ ايت كې ذكر شوې ده .
د طباقا كلمه يانې په نظم او همغږۍ سره د ملك سورت په درېيم آيت او نوح سورت په ۱۵ آيت كې كارېدلې ده؛ يانې متفاوته بڼه يې چې ناتوافق، بې نظمي، نيمگړتيا،مخالف او تخريب ده.
د لطيف ميزان Fine Tuning اصطلاح چې د شلمې پېړۍ په پاى كې رامنځ ته شوې، د دغه حقيقت څرگندوى ده. په دې وروستيو كې يو شمېر پوهانو، فضلاوو او ليكوالو څرگنده كړې، چې نړۍ د ټكرونو ( تصادفاتو ) ټولگه نه ده؛ بلكې هر څه په فوق العاده نظم او طرحه سره داسې يو له بل سره اوډل شوي، چې د انسان لپاره يې د ژوندانه شرايط برابر كړي دي .
ډاكتر كارل گيبرسن فزيك پوه وايي (( په ۱۹۶۰ كلونو كې فزيك پوهانو دا وموندله، چې نړۍ د انسانانو د ژوندانه د پايښت لپاره په لطيف ميزان سره جوړه شوې ده .))
انگليسي منجم او فزيك پوه پروفيسور جورج اليس وايي : په قوانينو كې حيرانوونكى بالطافته توازن د دغې نړۍ وقوع ممكنوي، د هغه څه چې تر سره شوي د مغلقيت د درجې په پوهېدلو سره ډېره سخته ده، چې دنړۍ هستي يوه معجزه ونه بولو .
وَلِلّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَإِلَى اللّهِ تُرْجَعُ الأُمُورُ
ژباړه : او الله( ج ) لره دي، هغه څه چې په ځمكه او اسمانونو كې دي .( آل عمران ۱۰۹ )
د لويې چاودنې سرعت :
هغه توانايي چې له لويې چاودنې څخه رامنځ ته شوې او د نړۍ يوپه يو ( آني ) جوړښت ثابتوي، ښيي چې د عالم پيدايښت تصادفي نه دى. د نوماند فزيك پوه پال ديوس له نظريې سره سم، كه اتساعي سرعت، چې له يوې چاودنې وروسته يې صورت ونيو يو يې پر لس پر توان د اتلس 18(10/1) په اندازه توپير كړى واى، نړۍ منځ ته نه راتله. ستيفين هاكبن د نړۍ په اتساع كې دغه د سرعت دقت د وخت لنډه كي تاريخ گوټي په كتاب كې داسې ليكي: (( كه د اتساع سرعت حتا يو يې پر سل زره مېليونه لږ واى، نړۍ گډه وډه كېدله او اوسني جسامت ته نه رسېدله . ))
څلور گونې قوې :
په نړۍ كې ټول حركتونه د كړنو او څلورگونو قوو له بركته دي، چې د معاصر فزيك په واسطه تثبيت شوي دي: د ثقل قوه، د الكترو مقناطيس قوه، ځواكمنه هستوي قوه او كمزورې هستوي قوه.
دغه قوې له يو بل څخه فوق العاده متفاوت ارزښتونه لري. بيولوژي ماليكولي نوموتي پوه د دغو څلورگونو قوو تر منځ فوق العاده توازن داسې څېړي:
(( كه چېرې د ثقل قوه زر مليارده ځله ځواكمنه واى، په هغه صورت كې به نړۍ ډېره وړوكې او د ژوندانه اوږدوالى به ډېر لنډ واى .
د سماوي جسمونو تر منځ واټن :
په فضا كې د سماوي جسمونو توضيع او د هغوى تر منځ ډېر لوى واټنونه، د ځمكې د شتون لپاره اړين دي . د سماوي جسمونو تر منځ واټن داسې محاسبه شوى، چې څو نړۍ والو ځواكمنو قوو د ځمكې پر مخ ژوند تامين كړى دى . مايكل دنتن د ستوريو او ثواقبو تر منځ د واټن په اړه وايي:
(( د ټول ستوريو او ثواقبو تر منځ واټن بې نهايت ډېر ارزښتمن دى. په كهكشان كې د ستوريو تر منځ واټن دېرش مېليونه دى، كه دغه واټن لږ څه كم واى، د ستوريو مدارونه يو له بل سره گډېدل، كه واټن لږ څه زيات واى، ثواقب داسې تيتېدل، چې احتمالاً سيارې، لكه ځمكه هېڅكله نه شواى جوړېدلى؛ نو د ثواقبو په خشش كې په يوه ټاكلي واټن او دقيق نظم سره صورت ومومي، څو ژوند ادامه ومومي . ))
د ثقل قوه :
كه د ثقل قوه لږ څه ځواكمنه واى، د ځمكې په هوا كې ډېره اندازه مېتان او امونيا راټولېدله او ژوند يې ناممكناوه .
له لمر څخه د ځمكې واټن :
دغه واټن كه لږ څه زيات واى، ځمكه ډېره سړېدله، د اوبو دوران له منځه تله او ټولې يخ كېدلې. كه ځمكه لږ څه نژدې واى، هر څه سوځېدل.
د ځمكې د قشر پېرړوالى :
كه د ځمكې قشر لږ څه پېرړ واى، له هوا څخه يې ډېره اندازه اوكسيجن جذباوه او كه لږ څه نازك واى، اور غورځوونكيو ( آتشفشانونو ) د ځمكې پر مخ ژوند ناممكناوه .
د ځمكې د څرخون ( تدور ) چټكتيا :
كه د ځمكې چټكتيا پر خپل مدار باندې لږ څه كمه واى؛ د شپې او ورځې د تودوخې ترمنځ توپير ډېرېده، كه چټكتيا يې لږ څه زياته واى، بادونه بېخي ډېرېدل، توپانونو او بړبوكيو ژوند بېخي ناشونى كاوه .
د ځمكې مقناطسي ساحه :
كه چېرې د ځمكې مقناطسي ساحه لږ څه قوي واى؛ قوي الكترومقناطسي توپانونه رامنځ ته كېدل او كه چېرې لږ څه كمزورې واى، ځمكې خپل محافظت د هغو مفردو ذراتو پر وړاندې له لاسه، چې له لمر څخه راځي ( لمريز بادونه ) له لاسه وركاوه؛ نو په دواړو صورتونو كې ژوند ناشونى كېده .
اثر البلدوAlbedo Effect : اثر البدو له هغه مقدار رڼا څخه، چې ځمكه يې جذبوي او هغې رڼا چې منعكسوي يې، تر منځ تناسب څخه عبارت دى؛ كه دغه تناسب لږ څه زيات واى، هر څه كنگل او يخ كېدل او كه لږ څه كم واى، د تودوخې درجه لوړېدله. لومړى ځمكه د يخ د زېرمو د ويلې كېدو له امله له اوبو ډكېدله او وروسته ټوله سوځېدله .
د ځمكې په هوا كې د اوكسيجن او نايتروجن انډول ( تناسب ) :
كه چېرې دغه انډول زيات واى؛ د ژوندانه فعاليتونه د هغه پر خلاف چټك كېدل او كه دغه تناسب لږ واى، د ژوندانه فعاليتونه ورو كېدل .
د ځمكې په هوا كې د اوبو او كاربون ډاى اوكسايد انډول : كه دغه تناسب ډېر واى، هوا ډېره تودېدله او كه لږ واى، هوا ډېره سړېدله .
د اوزون د طبقې پېرړوالى : كه د اوزون د طبقې پېرړوالى زيات واى؛ د ځمكې د تودوخې درجه ډېره كښته تله؛ كه پېرړوالى يې لږ واى، د ځمكې د تودوخې درجه ډېره لوړه تله او همدارنگه د ماوراء البنفش مضرې شعاع څخه مخنيوى نه شواى كېدى .
ځمكرېږد( زلزله ) : كه ځمكرېږد ډېر واى، ځمكه به تل ناآرامه وه او كه لږ واى، د سيندونو غذايي توكي د سيندونو په اوبو كې نه خورېدل او دغه د غذايي توكيو نشتوالى د بحري موجوداتو او بلاخره د وچې د حيواناتو، چې له هغو تغذيه كوي، د له منځه تگ لامل كېده .
Back to top Go down
http://elmoirfan.englishboard.net
 
(د قرآن كريم اعجاز د نوي ساينس او ټېكنالوژۍ په رڼا كې )
View previous topic View next topic Back to top 
Page 1 of 1

Permissions in this forum:You cannot reply to topics in this forum
elmoirfan علم و عرفان :: Languages :: Islam اسلام-
Jump to: